تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







ښاغلو لوستونکو!

ښه راغلاست

 

له دې وروسته به دا پاڼه په دې پته نه سئ لوستلای، دا يي نوې پته ده٠

لاندي پته کليک کړئ(کښېکاږئ):

 

                                           www.bloguna.com/samoon                

 

                                                                                     مننه

                                                                                     ستاسي نسيم پسرلی

                                                                                     په پښتني مينه٠

+  29 Feb 2008ساعت 3:10 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

غزل

 

نسيم پسرلی

 

 

ټول ياران دي را نه تللي او زه پاته يم

څو ولاړ دي د غم څلي او زه پاته يم

اشنا د برخو وېش په څو بللو کړی

يو څو دغه نابللي او زه پاته يم

خدايه! يوه پوښتنه زه هم اوس له تا لرم

څنګه ټول زړونه پييلي او زه پاته يم

د جانان ځور مي دې اوښکو ته زنځير ده

غم د ده ده بل ژړلي او زه پاته يم

د خدای په لوی عالم کي دا عجبه چاره

چي دا ټول دي غم وهلي او زه پاته يم

نسيمه پورته و ديدن لره سپوږمۍ ته

هم سپاره تللي هم پلي او زه پاته يم٠

 

+  7 Feb 2008ساعت 3:3 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

ستا د وړو وړو سلګو نه ځار سم

 

احمد شاه پاڅون-هلمند

 

د هغه مي يوازي درې ورځي مخکي يوه صحنه په زړه سوه چي زه پر موټر سايکل بآزار ته تلم دى په لاره کي ولاړ وو ورته ودريدلم او عصمت الله ته مي وويل راځه تر يو ځايه پوري به دي ورسوم هغه راته په ډير خندرويه لهجه وويل تاته دي خداى خير درکړي زه پر  پښو ځم زه ورته ټينګ سوم تر بازاره مي راوړ  هلته يې ډيره بخښنه راڅخه وغوښتل او په ډير ادب سره يې رخصت کړم .خو اوس زه په يو غټ سالون کي ناست يم ټول سالون د خلکو ډک دى او لانور هم راروان دى ټول چپ ناست دي يوازي ملاصاحب په زوره زوره خبري کوي مخامخ دوه عکسونه چي په ښکلو ګلونو کي پوښل سوي دي پراته دي هغه د عصمت عکسونه دي هغه نن په دې نړى کي نسته مخامخ يې  پلار راته ناست دى په يو لوى  څادر کي يې ځان پيچلى دى او ورو ورو يې اوښکي له سترګ بهيږي نور ډيرى کسان هم  ژاړي .

عصمت زما د ډير وخت ملګرى وو د قران پاک حافظ وو  يوازي دوې مياشتي مخکي يې واده وکړ او ما ته به يې په خندا کي داسي ويل (( نور نو ماته د شپې ست مه کوه )) لوى څښتن د ښکلو  اخلاقو تر څنګ په يوه  ډيره زړه راکښونکې ځوانۍ هم پوښلى وو .

عصمت  په هغه ناځوانه ځآنمرګي بريد کي شهيد سو  چي يوازي لمونځ کونکي يې نښانه وګرځول .

هغه مهال زه په دفتر کي په کار بوخت وم چي يو داسي درب مي تر غوږ سو  چي عيني زړه يې راخبر کړ غالبه ګمان مي دا وو چي زموږ په دفتر کي چاودنه وسوه ټول دباندي راووتلو  ځيني ژورناليستان په منډه د خپلو سايلو سره ولاړل يو ګړى وروسته معلومه سوه چي بريد د لښکرګاه په مرکزي جامع جمات کي  د والي پر مرستيال حاجي پير محمد اخند زاده تر سره سو چي تر څنګ يې ګڼ شمير نور لمونځ کونکى شهيدان او مسجد يې ژوبل ژوبل کړ  د ماپښن د لمانځه لپاره ووتلم څه ګورم چي د عصمت خپلوان ډله ډله کيږي او بې تابه يوې او بلي خواته وارخطا منډي وهي ومي پوښتل څه پيښه ده ؟ څرګنده سوه چي عصمت نسته او ټليفون يې هم کار نه کوي .

مړي او زخميان ټوله د لښکرګاه بيړني (امرجنسي ) روغتون ته ليږدول سوي وه ټولي لاري او چوکونه پوليسو بند کړي وه هيڅوک يې نه پريښودل چي د روغتون لوري ته ولاړ سي هره لار چي به د روغتون لوري ته ګرځيدلې وه ډله خلک به يې په خوله کي ولاړ وه ټولو به ددې انتظار   ايستۍ چي کله به پوليس لاره خوشي کړي چي دوى روغتون ته ور سي . .

خدايه ! يو څه بد حالت دى د ټولو زړونه په کوګل کي نه وه هر يوه دا غوښتل چي په مړو او ژوبلو کي وګرځي او د خپل زړه تسلا وکړي خو پوليسو يې مخه نيولې وه .

په دې بله ورځ د څو نورو ملګرو سره د حاجي پير محمد اخندزاده فاتحې ته روان سوم فاتحه په هغه مسجد کي وه چي مرحوم جوړه کړيوه  او هم مرحوم ته پکښي د اجل پرښتې راغلې د مسجد دباندي ساتونکو  سخته تلاشي کوله دننه مسجد ته ولاړو دمسجد ټول ديوالونه ژوبل ژوبل په لوګو تک تور او د پخوا په لسمه ښکلا يې نه وه پاته د مسجد په منځ کي ودريدلم دهغه زخمو ته مي کتل او داسي مي ورته وويل (( اى مسجده ستا تر هسکو منارو وګرځم ،مسجده ستا د ازانونو هري کليمې ته لوګى لوګى سم ، اى د مسلمانانو ټاټوبې ، افسوس چي زموږ ددين دښمنانو ته هم و نه بخښلې ستا پر وجود يې هم زخمونه جوړ کړل ته څومره با همته يې څومره لوړ جرات لرې چي لا نړيدلى نه يې څرنګه پر دومره زخونو صبر کولاى سې تا په خپلو سترګو وليدل چي لمونځ کونکي پر څه حال وه هغه څوک چي ته يې جوړ کړې هغه هم تا په خپلو سترګو وليدل چي ټوک ټوک سو ، اى سپيڅلې مسجده تا هغه چغي هم واوريدلې (( وي بابا الله لالا وي کاکا الله زما خدايه دا څه وسول )) د هغو سپيڅلو مسلمانانو د وينو بوى اوس هم ستا په وجود کي احساسيږي .

نو اى زما د زړه ټوټې ستا هري بلا ته زه ودريږم اوس درڅه يوه هيله کوم د خداى لپاره اوس په دې زخمي زخمي بدن په دعا پيل وکړه ګوندي ستا دعا د لوى خداى په دربار کي قبوله سي ستا تر دې سپيڅلي نوم قربان سم ، زموږ ټول ولس په داسي حال کي راګير دى چي يوځاى هم ځان په امن کي نه احساسوي خدايه نن ټوله ښار  په غم کي راګير دى په ډيرو مسجدو کي د تلاوت او دعا وي اوريدل کيږي په ډلو ډلو خلک ورځي او راځي .

د خداى پار دى ټول خلک په ارامه ژوند کوي دا موږ خداى په کومه ګنا نيولي يو چي د اختر په ورځ هم د فاتحې کمبلي ژاړو .

 مسجد راته د راز په ژبه وژړل او ويه ويل ما چي څه ليدلي دي که ما ژبه د انسان غوندي ژبه درلوداى نو ما به دومره ژړلي وا دومره به مي ژړلي واي چي د نړۍ ټول مسجدونه به مي راسره په ژړا کړى واى رشتيا چي افغانان په ډير دردونکي حالت کي ژوند کوي .

 

 

 

                              پاى

 

 

 

 

+  4 Feb 2008ساعت 1:38 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د ټيټوالي احساس اوزموږ ځوانان

 

ژباړن:نسيم پسرلی

له اردو څخه

داروا پوهنې نامتو ډاکټر مارډن وایي چې زه ېوداسي کس پېژنم چي په غوره توګه يو کار کولای سي، خو دهغه ژوند يوازي له دې کبله تباه سو چي کله هغه کوچنی و نو هر ځلي به يي غوږونو همدا خبري اورېدې چي ته بې عقل يې، ناپوه او احمق يې٠

دی وايي چي کله به ور ته د کومي دندې وړانديز کيدو نو د ده په ذهن کي به د خپلې کمزورۍ انځور مخې ته راتلو او دا به حسوله چي په ده کي هغه وړتيا نسته کومه چي د ده په ملګرو کي ده، له همدې امله هغه د عمل ډګر کي کله د ډګر د سړي په توګه رامخ ته نه سو٠

رښتيا خبره دا ده چي د ټيټوالي احساس زموږ په ډېرو نويو ځوانانو کي شتون لري چي له کبله يي دوی د پرمختګ پر لار ګام نسي پورته کولای او که له کومې وجې يي کوي هم، نو په ډېر سست تګ سره به سفر طی کوي، له دې ناروغۍ سره د پرمختګ سفر ډېر ستونزمن دئ٠

 

+  28 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 له دکن نه يي تېر کړ خو توبه نه کاږي!
 
 
 
شېر پاو احمدي--پېښور03329070947-0092
 
 
 
د هند په نوي ډيلي کي د افغانستان ايران پلوی سفير او د ښاغلي حامد کرزي ملګری، دپښتون ملت او افغاني ار فرهنګ سره له دښمنۍ ډک چلند څخه لاس نه اخلي٠

دا څېره چي مخدوم رهين نوميږي، پوره څلور کاله د ولسمشر کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و، دا افغان وزير؟؟؟، افغان خو ځکه ور ته نشو ويلی چي د وزارت په څلورکلنه دوره کي د خپل ايراني بادار د فرهنګ د پلي کېدو هڅي او کوښښونه کول، د افغاني فرهنګ او افغانانو لپاره يي هيڅ کار نه دی کړی او زيار يي ايستلی چي لا په افغانانو ايرانی او پردی فرهنګ وتپي، خو زما په اند ايراني باداران يي تېروتي دي، دا فکر يي له ياده ايستلی چي په تېرو لسيزو کي دلته د وخت ستر زبر ځواکونه لکه انګرېز او نړيوال کمونيزم په ګونډو شوی، نو ايراني فرهنګ لا څه مانا لري، که يې نه مني نو د ګرګين او صفوي شاه حسين د قبرونو نقچې دي وټکوي او له هغوی دي وپوښتي٠ نه پوهېږم چي رهين څنګه نه شرمېږي، يو ځل د خپلو ناوړه اعمالو توپان د هند وچي ته ورساوو، لا بيا هم توبه نه باسي، هلته يي هم د کابل د ښار او د هيواد د نورو ښارونو په څېر د لوحو د پاړسي کولو هڅي پيل کړې تر څو خپل باداران خوشاله وساتي او د افغانستان د لوی سفارت لوحه يي په (سفارت کبرای افغانستان) واړوله٠

نو نه پوهيږو چي د کرزي دغه (جامع الکماله) رهين به د افغانانو د کوم رنځ دوا شي، د ده په څلور کلن پېر کي د هيواد ګڼ لرغوني اثار لوټ او ګڼې کيندنې د هيواد په لرغونو سيمو کي وشوې، رهين له هغو بې خبره و او د لوحو د پاړسي کولو په کار بوخت و، په ولايتونو کي يي د اطلاعاتو او فرهنګ په اړوندو ادارو او رياستونو کي داسي کسان ګمارلي و چي يوازي او يوازي د ايران د ګټو ساتونکي و، چي ښه بېلګه يي د ملي راديو ټلويزون رييس نجيب روشن و، چي د رهين تر شړل کېدو وروسته يي د نوي وزير امر نه پلی کاوه٠

رهين چي د افغانستان د ملي ترمينالوژي په ايراني کولو لاس پوري کړی و، لا يي زړه اوبه نه وې څښلې چي ملي او منلي فرهنګ ته يي زيان واړاوه، بيا يي د هيواد نوی جوړ شوي  ملي سرود پاړسي کولو ته ملا وتړله، ځکه چي هغه په پښتو وو او هغه يي نشوای هضمولای، داسي ګړي ته يي واچاوو چي سرود په پښتو دی خو ږغ او لهجه د ايرانيانو په ډول دي چي هيڅ ډول د افغاني ملي غرور سره اړخ نه لګوي٠ دا وې د ولسمشر د نازولي دوست ځيني کړنې، خو دا خبره نوې نه ده، څو لسيزي وړاندي د ملت بابا ظاهر شاه هم يو نازولی (ببرک کارمل) درلود چي د جنوبي سيمو خلکو او په ځانګړي ډول پښتنو ته به يي پاکستانيان ويل، خو يوه ورځ د همداسي يوې وينا له کولو وروسته داسي وډبول شو چي ابن سينا روغتون ته د کوما په حالت کي ورسول شو چي د ملت بابا ډېر په خپه وو، خو کله چي له دې پېښي يوولس کاله وروسته د روسانو په مټ ولسمشر شو، څونه بې ګناه هيوادوال يي تر روسي ټانکونو لاندي کړل٠ ولي! د کرزي نازولی دوست چي کله د افغانستان د ولسي جرګې لخوا له وزارت څخه وشړل شو او لعنت يي پر وايه، کرزي يي بيا د وزير کولو هڅي کولې خو و نه منل شوې، بيا يي دغه رټل شوی په هند کي سټپني کړ, رټل شوی ځکه ورته وايو چي د افغان ولس د استازو لخوا رټل شوی دی٠

ښاغلی کرزی په کنچينۍ ملي يووالۍ راولي، رهين د هغې کنچينۍ په بېلګه دی چي سر يي د يوه چا په غېږ کي وي او پښې يي د بل چا سره وي، د رهين سر هم له افغانستان او پښې يي له ايران سره دي، خو فکر نه کوم چي د کرزي صيب د ملي يو والي دا وړۍ به شړۍ شي٠ که چيري دا ډول ملي، افغان اوپښتو ضد کسان په دولتي لوړو پوستونو پاتي شي لا نورې ناخوالي به هم وزيږوي٠ پښتنو په خپل اصل ټاټوبي کي اوږده واکمني کړې او د هيواد د ټولو قومونو او لږکيو ژبي ته يي احترام کړی او اوس هم ورته پوره پوره درناوی لري، خو هر هغه عمل چي د څه له پاسه 67 فيصده پښتنو په زيان د ملي يووالي تر چتر لاندي تر سره کيږي او د پښتنو ټول حقونه تر پښو لاندي کوي داسي ملي يووالي ته هيڅ اړتيا نشته  او نور بايد د داسي کسانو پر وړاندي دې زيانمنوونکي مضر احتياط ته د بای ټکی کېښوول شي او د دوی پر وړاندي دي ټول پښتانه روڼ اندي، ليکوالان، او وروڼه قومونه تر خپله وسه مبارزه وکړي٠

 

+  25 Jan 2008ساعت 3:28 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د پاکستانۍ پولې ساتونکي افغانان ځوروي٠

 

سرچينه: PAN

ژباړن: نسيم پسرلی

 

کوټه:PAN: د پاکستان د سوېل ختيځي صوبې بلوچستان ځايي افغان اوسيدونکي په پاکستاني پوليسو تور لګوي چي د چمن-کوټې په لويه لار له دوی څخه په يوه او بله پلمه پيسې شکوي٠

په افغانستان کي چيري چي د سختې يخنۍ له امله له ١٤٠ څخه زيات وګړي د سختې واورې او يخې هوا له امله وژل سوي، ډېرې کورنۍ د بلوچستان پر لوري را خوځيږي٠ خو ډېری مهاجر د پاکستاني پوله ساتونکو له ځورونې څخه سر ټکوي٠

د کوټې يوه ځايي اوسيدونکي افغان، عبدالمطلب، پژواک خبري اژانس ته وويل: پوليسو د دوی موټر د تلاشۍ په هره پوسته درولی او مهاجر يي مجبور کړي چي د دوی لاسونه ور غوړ کړي(يو څه ورکړي)٠ 

هغه زياته کړه: چي له دوی(مهاجرو) څخه يي د پېژند پاڼي او پاسپورتونو غوښتنه کړې، او هغه کسان چي قانوني اسناد يي نه درلودل د پيسو په اخيستلو يي پرېيښي دي٠

فاتح الرحمن، دبلوچستان يو بل اوسيدونکی افغان چي مزدوري کوي وويل: دوه اونۍ مخته د کار په لټه کندهار ته روان وم چي له پولي (چمن) د تېرېدو پر مهال يوه پوليس ور څخه د پنځه سوه کلدارو غوښتنه وکړه٠ وروسته دوی زه بندي کړم ځکه چي د دوی دغه ناروا غوښتنه مي پوره نکړه او بيا يي د ١٥٠٠ کلدارو په بدل بيرته را خوشې کړم٠

ډېرۍ وختونه پوليسان نا قانونه توکي د خلګو په جېبونو کي اچوي تر څو ناشکمن وګړي دې ته اړ باسي چي دوی ته بډي ورکړي، اميرالله وويل: له کوټې څخه ٣٢ کيلومتره لرې د کچلاغ د تلاشۍ په پوسته کي پوليسو زما په جېب کي چرس واچول او زه يي بندي کړم٠

په کوټه کي د افغان قونسل جنرل اسدالله پښتون وويل: دوی د دې شکايتونو په اړه د پوله ساتو ځواکونو مشرانو ته  څو ځله شکايت کړی، خو دوی بيا هم د بډو اخيستلو او بندي کولو لړۍ ته دوام ورکوي٠

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دانازولی به ترڅو پوری وی

 

 

احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

څه دپاسه پنځه او یا نږدی شپږ کاله کیږی چی دطالبانو واکمنۍ یوی خواته اوپرځای یی د کرزی په مشری واکمنۍ رامنخته شوی ده اودهر ه لو ری او  خو ا څخه دآبادیۍ غږونه اوریدل کیږی اودامنیت ،پوهی ،اقتصادی ودی ،کلتوری بډاینی غږونه هم دښو ملګرو په توګه جوخت ورسره درمی خوعجیبه دا ده چی دا به څومره ریښتیا وی اوکه نه یواځی اورازی دی زه فکر کوم چی دابه یواځی اوازی اودروازی وی داځکه چی دلری ولایتونو حا ل خو پر خپل ځای پریږده دکابل ښار چی دحکومت مرکز هم ده وګورو  چی په کابل کی هم داخبری درواغ کڼلی شو ځکه چی پکی وران سړکونه بندی لاری چی دچارواکو له خوا دخپل کورونو دښه امنیت لپاره تړلی اویاهم هغوی دخپل تګ راتګ لپاره په موقتی ډول بندوی اوخلاسوی اوهمدارنګه دامنیت له پلوه خلک ډیر ناکراره دی آن تردی چی  خلک خپل اولادونه دتښتونی او دچاودنو له امله مکتبونو ته هم نسی پریښودلی اوخپله هم له ویری اوډارڅخه بازار ته دخپلو خوراکی توکو درانیولو لپاره نشی تللای د ښایسته لوڼو اودکور دمالونو اوشخصی ځمکو اوکورونوحال خو  دی همدلته وی راځو دپوهی په لو ر نو دلته خو خدای نیک بختی د پو هنی دوزیر په برخه کړی ده چی نن سباخو دژند تولی چاری په انګلیسی اوکمپیوټر پوری تړل شوی دی آن تر دی چی خیر هم دانګلیسی  د نه پو هیدو په صورت کی نه کیږی اوس به دا قتصادی بډاینی تروره سر ور دننه کړو هغی نوځان داسی را ښکاره کړ ټوپک اونظامی دریشی لرم نو پیسی ته لا څو ک یی د سړیو خر څلاو خو در باندی وکړم نو خوډیر څه ویل نشم کولای  خو په دایو ه ټوټه به یی درخلاسه کړم

 

ولله ډیر می چی خوښیږی هغه ته یی

هم لیلا او هم مجنو ن می ګله ته یی

قهرمانه او  توریالیه ګټه ډیره

دپو لیسو دپوستی ټوپکه ته یی

 

نو ریښتیا هم همداسی ده زه هم دا ورسره منلی سم ځکه نظامیان سړک وهلای سی ،معاش لری ،مسلح غلاکولای سی شراب څښلای سی ،عارضین نر اوښځي باندی ډول ډول تیری کولای سی ،داځکه چی هغوی خو نو یا په قتل ،غلا، سیاسی کیسو نو اویا هم دکو رنه په تیښته تو رن وی اودښامار په خو له کی ناست وی نو هرڅه به په خلاصه ټنډه منی اوهمدارنګی په لکونو لکونو روپی دعاجزانو اوفقیرو خلکو په ناحقه  تورن ولو اویاهم دقاتلینو ،شرابیانو ،لاویانو بازینګرو اویانو رو چارچوټانو دخلاسو اونیولو څخه لاسته راوړلای سی نو خو زه هم منم چی ډیره ستره بډاینه سویده  که څوک موچی وه نو اوس به دبوټو نو ستره مغاذه لری ،که خر یی لاره نو اوس به څوموټری لری ،که دو کان اویاهټی لرله نو اوس خو مارکیټونه ساده خبره ده ،که مامور وه نو ریس ده او که مدیر وه نو وزیر ده او که ریس وه نو مشاور ریس جمهور  به شو ی وی  چی په خو ب کی به یی هم داسی    نو ی راغلی کله او که څوک  له څوکی څخه ستړی وی  نو بیاخو دښی  پانګی خاوند دی ستره پانګونه کوی همداده چی دنړی اوهیواد په کچه دملی تجار لقب ځانته اخلی چی لوڼی او ځامن یی هم په  لنډکروزر موټرانو باند یو تر بله سیالی ترسر کو ی چی د فلمانو او سر یالونو  په لیدو سره  هم دموټرو په شان په لباسونو  سیالی کو ی  چی غریب ، بیو زلی او بی علمه خلک دعادل صیب ،مجاهد صیب ،وطن پال صیب اوداسی نو رو دلوڼو اوزامنو هو س خو ری او دنه رسیدو په وخت کی ښځه په میړه اومیړه په ښځی سر نه ټیټوی   هماغه ده چی دمسلی دښه نه پوهیدو اویاهم دهغی دحل لپاره بیاخپله دښامار خو لی ته و ر دانګی او په لو ی لاس د مرګ او بی غیرتی کو می ته ورشی چی خپل نوم هم بیا په ځغرده نشی اخستلای همدارنګه دهالیوډ ،بالیوډ اویاهم دټیلی فلم په لیدو سره سباسم دهغوی لوبی او پیښي کو ی  دمکتبونو ،کورسو نو ،پو هنتونو نو په دروازو او یاهم دهغو په داخل کی پیره داران او یاهم د پو لیسان افسران شی او دخلکو ژوند په ریښنی تو ګه په یو فلم و ر بدلو ی نو ر به زه څه درته ولیکم خو دشعر په دغه کوچنی  ټوټه دی سلسلی ته دپا ی ټکی کیدم .

 

له مامو ره تر وزیره بی کلتو ره یو پوهیږم

خپل کلتو ر مو دی پریښی کلتورو نه راسره دی

سم ډمان راځینی جو ړ دی داصیل کلتو ر نامه کی

څه ګډیږو و رته اوړو څه ډولونه راسره دی

 

دی کلتو ر او فرهنګ لپاره هم دایو ه ټو ټه بس ده  دانازولی به تر څو پوری وی او ددی نازولو داحال به عادی افغانان ،دینی ریښتینی عالمان ،دقلم خاوندان ،په خدای مینو خلکو مجاهدینو،طالبانو  تنکی او نازولی قاریانو ګوری او لاس تر زنی به کنی نه نه دوی به ځان ددی غر بی او شر قی نیمچه مسلمانو په څنګ دیو ه شیطان مثال بولی اود غره سختی دمرګی شیبی به د ځان لپاره ویاړ بو لی چی دتش په نامه یهو دی اونصاری بیرغونو لاندی ژوند وکړی نو همدا سبب ده چی دخپل لاس انتخابی حکومت نه دخلکو کرکه راضی ورسره ورسره دحکومت ملاهم دماتیدو ولوری ته درمی نو زه وایم که حکومت ددی مخه وننه نیسی نو دنجیب دحکومت پالی به ولری .

 

 

                                              احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

غزل

 

 نسيم پسرلى

 

د شونډو سر دې خزانه ده پکښي شات وينمه

دغه سرې شونډي ميخانه، زړه دي جومات وينمه

دا خو سهي ده حرم تش مکه خالي غوندي ده

خو انسان سپين دی، زړه يي تور لات و منات وينمه

ته چي تياره کي وې نو ښه وې ما ليدلې ياره

دا چي رڼا ته سوې رنځور يم زړه مي مات وينمه

ته يي د سر په سترګو ګوره زه د زړه په سترګو

ته به يي نه وينې خو زه يي سات په سات وينمه

نسيمه يار له مودو پس دی يوه شپه راغلی

دغه راتګ يي د دې تېر عمر زکات وينمه.

 

+  8 Jan 2008ساعت 3:39 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د ډاکتر کبير ستوري په ياد

 

 

یــو ســتوری پــه اســـمان د پـښـتـونــخـوا وځلیدو

په غــرونــو، مــیـدانـــونـــو، درو واړو خــــوریــدو

دی سـتوري چــې رڼا کـړی د ایــشیا یورپ زمـکی

په زړه کـې یی مــشــال د پــښــتـونـــوالـی بـــلـــیـدو

دا سـتوری د اسـمان اوځمکی نور شو هری خوا ته

وحــــدت د پـــښــتــنـو د ده ارمـــــــان وځـــــلـــــیـدو

هـــــر ټــکی د قــــلـــم ئــې نــــوی زیــــری د ســــحر ؤ

د خــــپــل وطـــن زره زره کــې داســی پـــړقــــــیـــدو

کـــه عــــلــــم، ســـیاست ،که ادب واړه ئې اضـبـر ؤ

رڼـا د پــــــښــــتـــنـــو د نــــوی ژونـــد نــه زاریـــــدو

نــــــظــــر ئــې وقـــــابـي ؤ او هـــمـت ئــــې فــــولادي

د یــــو غـــاصــب په مــــخــکی د ده ســـر نه ټــیـټـدو

ســـــپـاهی د بـــاچــا خـــان ؤ او شـــاګرد ؤ د خــټک

داځــــــکـــه ســـیاسـت ادب کــې داســـی چـــغــیـدو

الله ورتـه د ذهـــــن تـــحـــفه داســـی ورعـــــطا کــــړه

بـــنــده به ویـل قــامــــوس دی چـــې بـه کــلـه ویـیدو

دا ســتــوري کــلـــه کـــلــه پـیدا کــیږي په صـدو کې

په غــــم د پــــښــــتــنـو به لکــه شـــمـعــه ســــوزیـدو

په ځــــمکــه د یــورپ ئــې د پـــښــتو رڼــا خــوره کړه

په خـــپله پـــوهـــه هــــر ځای لـکـــه غـــــر اوچــتیـدو

تـــیـاری ئــې مـونږ ته رڼـا کړلی پخپله خدای له لاړو

زمــــونږ مـظلــومــیت له د خدای وړانـدی کـیښودو

کــوم تــخــم چـــې کـــرلی ده په ځــــمـکـه د پـښتون ؤ

اوس دغــــه بــــوزغــلـی راغــی هـــر خـوا به خوریدو

کــــــونړه نــــره ځــــــمــکـــه ئــې زیــــږی داسـی نـــران

دونـــیـا ئـې پــه ارمــــان کــــوي صـــفــت د اوریـــدو

د ســتوري ارمــــانـونه پــوره کــیږي که خدای کړي

د نوی کـول ځـــلــمو کـــړل پـــښـــتـانـه په ویــښـیدو

نـــیاز خـــو هره ورځ ورته پــنـځه وخــتـه دوعا کړی

خــو پــه زړه ئــې ارمــان پاتی شو د سـتوري د لیدو

پـه طـــور د مــحـبت ئـې په اولاد بـاندی مـیـن شوم

ارمــان مــې خــدایه شــکــر چــې پـه دوۍ ورژیــدو

 

 

                                                                  پروفيسر جهانزېب نياز

 

+  8 Jan 2008ساعت 3:36 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د ستوری مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

  

د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې خپرونه « ستوری » مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه د«ستوری » مجلی د لومړی کال په دویمه ګڼه کی د لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې ادبي، سياسي ،کولتوری او ټولنيزې ليکنی او شعرونه ځای شوی دی.

"ستورى " ستاسو خپرونه ده، ستاسې ليكنې، نيوكې ،مشورې او وړانديزونه په ورين تندي مني.

یادونه : دمجلی د اداری له خوا د «ستاسې ژبه، زموږ غوږ » د ليكونو او ځوابونو لړۍ ستاسې د ديني او ټولنیزو مساېلو حل ته ځانګړی شوې ده ، تاسی كولاى شي پدی اړوند خپلی پوښتنې راواستوۍ، ځوابونه به يې په ورين تندي ، په راتلونكيو ګڼو كې ترلاسه كړئ.

په درناوی

عرفان الله کوټوال

د تنر کلی ـ طلائی بانډه
د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :0093-772931465
magazine@kabirstori.comE-mail:

 

د« ستوری » مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

http://www.kabirstori.com/?page=StoriMojala

 

عرفان الله کوټوال

+  8 Jan 2008ساعت 3:33 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

د غم بوټۍ چې دی پرېښود ما ته ګل دی

دغه اوښکی می په ګل کې دې په یاد ږدم

چې می ټول اولس پری پوه سي بیا را نه سي

تور داغونه په تندي کښې د صیاد ږدم

ښه خبر یم چې رقیب لره قریب یې

ځکه سر په زنګانه باندې ناښاد ږدم

دا په وینو سور شفق همداسې وایي

چې هر غم دبل په څنګ په امتداد ږدم

چې له ذوقه د اسمان ستوري راتوی کړي

      داسې ټکي په غزل کښې په فریاد ږدم

 

+  15 Dec 2007ساعت 11:54 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د كريسمس ډالۍ

 

 

 

ليكوال:

O.Henry

 

ژباړن: نقيب الله متونوال

 

 

 

 

 

 

ډيلا ژړل او په ژړا ژړا يې خپلې پيسې هم ګڼلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، بس همدومره وې. شپېته پنياى ماتې يى نورې  هم درلودې، چې له ډېره وخته يى ساتلې وې. ډيلا دا درې ځلې وشمېرلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، او راتلونكي ورځ به كريسمس وي. ډيلا ژړا بس كړه او پاڅېده چى په مخ پوډر ووهي.

دا د كړكى څنګ ته ودرېده او يوې خړې پيشو ته چى د شا انګړه كټارې خوا ته روانه وه كتل. سبا به د كريسمس ورځ وي. ډيلا يو ډالر او اوه اتيا سينټه لري چى د يو يو سينټ په ټولولو يى دا د څو مياشتو خوارى پايله وه چې په كريسمس كې خپل مېړه جېم ته ورباندې ډالۍ واخلي. يوه اونۍ هم نده پاتې او شل ډالره. بيې هم  تر هغه څه لوړې دي چې دې يې فكر نه كولو. ډېر ساعتونه يې پدې فكر په خوښۍ تېر كړل چې جېم ته څنګه نوې او ښكلې ډالۍ واخلي. يوه ښكلې عجيبه چې جېم يې په لرلو ووياړي.

دلته د كړكيو تر منځ يوه نرى او اوږده هينداره وه. ډيلا هغى خواته ور وګرځيده او هيندارې ته مخامخ ودريده، ناڅاپه يې سترګې رڼې او وځلېدې. كه څه هم رنګ يې يو څه الوتى ښكاريده خو په بېړه يې خپل ويښتان را كش او خواره كړل.

اوس دلته دوه شيان وو چې دوى ( جېم او ډيلا ) ور باندې وياړل. يو د جېم د سروزرو ساعت چې د پلار او هغه ته دده له نيكه څخه پاتې وو، او بل د ډيلا ويښتان لكه د اوبو يو كوچنى ابشار چې له اوږو يې تر زنګنونو پورې رسېدل. يو ځل بيا يې خپل ويښتان په بيړه ږمنځ، ښكلي او منظم كړل يو څه شيپه زړه نازړه وه او په سترګو يې اوښكې راغلې.

خپل زوړ نصواري كوټ يې واغوست او خپله زړه نصواري خولۍ يې پر سر كړه. سترګى يې همداسى ځلېدې، له كوټې راووته او په زينه ښكته كوڅى ته لاړه. يو څه لاره لاړه او په پاى كى يو دوكان ته ودريده چې پر لوحه يې ليكل شوي وو (مېرمن سوفورينو د هر ډول وېښتانو كاروباري).

ډيلا په منډه دوهم پوړ ته دوکان ته ورپورته شوه. پداسي حال چي اوږده اوږده ساه يي ايستله پوښتنه وکړه، تاسو زما وېښتان اخلئ؟

مېرمنې وويل هو زه وېښتان اخلم . خولۍ دې ايسته کړه چي يو ځل يي وګورم.

ډيلا خولۍ ايسته کړه او خپل ويښتان يي راخواره کړل.

مېرمنې خپل تجربه کار لاس ددې پر وېښتانو را کش کړ او ويې ويل: شل ډالره. ډيلا وويل: هله ژر شه را يې کړه.

راتلونکي دوه ساعته په هوا تېر شول. دا په پلورنځي کي د جېم لپاره دډالۍ په خوښولو بوخته وه چي په پای کي يې بيامونده، دا واقعأ د جېم لپاره جوړ شوی. د بل چا لپاره نه. پدې او بل هيڅ پلورنځي کي چي دې کتلی دا ډول نشته.دا د پلوتونيم څخه جوړ شوی د ساعت يو بند وو ښکلی او ارزښت لرونکی. څنګه چي يي وليد پوهه شوه چي دا بايد د جېم لپاره وي، جېم ته ورته. د ښه کيفيت لرونکی او ښکلی، دواړه صفتونه پکښي وو.

ډيلا په بېړه د پاتي اوه اتيا سينټو سره كور ته ولاړه. كله چې كور ته ورسيده يو څه ورخطا غوندې وه خو ورور په ارام شوه. د خپلو ويښتانو په ږومنځولو او برابرولو لګيا شوه. اوس ډير لنډ شوي وو.

دې هغسي وكړل چې و يې كولاى شول، د وېښتو ګړګوتي كولو اوتو يې واخيست او د خپلو ويښتانو په ګړګوتي كولو پيل وكړ. پيا يي په ايينه كي ځانته په ځير سره وكتل او له ځانه سره يي وويل كه جېم مې په وړومبي ځل ليدو مړه نكړي نو خامخا به ووايي لېونئ٠

خو ما په يو ډالر او اوه اتيا سينټو څه كړي واى.

اووه بجې قهوه جوړه، او ماښامنى هم نږدى وه.

جېم كله هم نه وو ناوخته شوى. ډيلا د ساعت بند په لاس او دروازې ته نږدې د مېز كونج ته ناسته وه.

وروسته يي په زينه د راختو ښكالو واورېدل. يوه شېبه يي رنګ والوت. دروازه خلاصه شوه، جېم د ننه راغى او دروازه يې پوري ګړه. ۲۲ كلن ځوان نرى او جدي ښكاېده. خواركى ملګرى چي د كور ټولې ستونزى دده پر غاړه وې، د هغه يو نوى بالاپوش ته اړتيا وه او دستكشى يې هم نه درلودې.

د جېم سترګى په ډيلا ښخې وې، دلته ددوى تر منځ يوداسى عبارت وو چې دې ونشو لوستلاى او ورڅخه وډاره شوه.

هغه دې ته په يو اريانوونكي ډول ور كتل. ډيلا له مېز پورته شوه او دده خواته ورغله او ورته ويي ويل جېم! ګرانه ما ته داسې مه ګوره، ما خپل وېښتان ددې لپاره لنډ او خرڅ كړل چي تاسو ته ډالۍ په واخلم. زما وېښتان به ژر رالوى شي  تاسو مه خفه كېږئ. خفه خو به نه يې؟

 

 

 

 

جېم دا زما يوه وړه مجبوري وه زما وېښتان ژر لوييږي. راځه خفګان ايسته كړو او ما ته ووايه چي كرسمس دې مبارك شه!

تاسو نه پوهېږئ چي ماڅومره ښه او ښكلى ډالۍ در ته اخيستى.

جېم وويل زه نه پوهېدم چي تا به خپل وېښتان لنډ كړي وي.

ډيلا وويل: ما خپل وېښتان نډ كړل او خرڅ مي كړل، ايا له دې پرته مو نه خوښېږم؟ زه هماغه يم يوازې خپل وېښتان مي لنډ كړي.

جېم په كوټه كي غلي هاخوا دېخوا كتل. له يوه اسويلي سره يي وويل: تاسو وايئ چي وېښتان مو لنډ كړي اوس اړتيا نشته چي پدې پسى وګرځو.  

ما وويل خرڅ مي كړل، نشته خرڅ مي كړل، دا د كريسمس ماښام دى،راپخلا شه، ما خپل وېښتان ستا لپاره خرڅ كړل.

جېم لكه يو ناڅاپه چي ويښ شي، ډيلا يي ښكل كړه او پيا يي له جېب څخه يوه كڅوړه را وويسته او په مېز يي واچوله.

زما په اړه غلط فكر مه كوه ډيلا، هسي به هيڅكله ونشي لكه چي تاسو زما په اړه فكر كوى.

دې په خپلو سپينو ګوتو كڅوړه خلاصه كړه او د خوښۍ يوه چيغه يي وكړه اوبيا ژر د ښځو اوښكي او ژړا.

د ږمنځو سيټ وو، هلته د (بروډويسټ) پلورنځي په كړكى هاخوا دېخوا يې كړلې او تر ډېره يي وستايلې،ددې وېښتانو ته ورته ښكلى ږمنځى، خو اوس هغه وېښتان نشته چي دې بايد پرې ږمنځ كړي واى. اخر له اوښكو سره مسكۍ شوه او ويې ويل جېم زما وېښتان به ژر رالوى شي.

      ډيلا لكه كوچنۍ پيشو په ټوپونو شوه او چيغې يي كړې، اوه اوه، جېم تر اوسه د دې ښكلى ډالۍ نده ليدلې. د ده دساعت لپاره بند، سره كش يي كړ او په بې صبرۍ يي د جېم په لاس كي وركړ. جېم! ډېر ښكلى ندى! پهدې پسې مي ټول ښار راوغوښت چي اخر مي پيدا كړ. اوس به په ورځ كي سل ځله ساعت ګورې چي څو بجې دي. ساعت دى راكړه چي و يې ګورم څنګه ورسره ښكاري.

جېم ددې په ځاى چي د دې ومني مسكى شو او خپل لاسونه يي د سر شاته كړل او په كوچ كي وغځېد او ويې ويل: ډيلا اوس د كرسمس ډالۍ هاخوا كړه، ډېرې ښكلې دي، چي اوس په كار نه راځي. ما مي خپل ساعت خرڅ كړ چي په پيسو يي تا ته ږمنځې واخلم. ښه نو! شايد اوس به تاسي وكولاى شئ چي ماښامنى تياره كړئ.

 

 

 

              

                                           پاى

    

 

+  15 Dec 2007ساعت 11:48 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د ماتې لامل

 

ژباړن: نسيم پسرلی

 

هرمزان، يو مخور ايرانۍ سرلښکر وو چې د وعدې په نه پوره کولو ډېر مشهور وو، له مسلمانانو سره يې جګړه وکړه چې ماته يې وخوړه، ونيول سو، بيا يې سوله وکړه او خلاص سو چې له خلاصون وروسته يې  بيا د وعدې خلاف جګړه وکړه٠
په وروستی ځل چې يې کله ماته وخوړه نو مسلمانانو ونيو او د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کې د حاضرولو لپاره يې مدينې منورې ته واستاوه، کله چې د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کښې حاضر کړای سو نو حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) ورته وفرمايل: هرمزانه! ودې ليدل چې الله(جل جلاله) څنګه ستا سلطنت در دړې وړې کړ او ته يې در په در کړې٠
هرمزان د دې خبرې په اورېدلو ډېر حيران سو چې حضرت عمر فاروق(رضی الله عنه) د ايران فتح خپله کړنه نه بولي بلکه د خدای(جل جلاله) لخوا يې ګڼي، هرمزان د خبرې تل ته رسېدلی وو، هغه د خبرو اجازه وغوښته او بيا يې وويل: اې عمره! کله چې مقابله زموږ او تاسې تر منځ وه نو موږ په تاسې غښتلي او بريالي وو خو کله چې داسې وسول چې الله (جل جلاله) له تاسې سره سو نو موږ په تاسې ولې او څنګه غښتلي سو!.

 

 

+  12 Dec 2007ساعت 9:15 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

 

 

 

امريکايي ځواکونه په عراق کي د امن

راوستلو سرګردانه کړي؟؟!!

 

 

يو ډېر مقدس او پاک انسان؟!!

 

 

 

د سولې ستړي جنګيالي؟؟!!!!

 

 

امريکايي ځواکونه عراقي ماشومانو ته پوهه ور زده کوي؟؟!!


 

+  4 Dec 2007ساعت 11:46 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


داڅوک دي او دا څوک دي؟
 
 
 
    د احمد جاوید حامد لیکنه
 

 
 

ګرانو اودرنو لوستونکو یو ه ورځ دخیالونو اوفکرونو په نړی کښی تر ستونی پوری ډوب وم دخیال دنړی دانځورونو په هټی کښی دڅو چیغو انځورونو زما پام ځان ته داسی رواړوۍ چی یو تر بله په ټکر کښی وی اودواړه یی دعوامو ،مظلومو اوبیوزلو ملتیانو لپاره کارول کیدې غواړم ددی چیغو دانځورونو یوه یوه کوچنی کوچنی بیلګه درته راوړم٠ هو! یوه داسی ویل داڅوک دي ؟ چی زمونږ مکتبونه ښوونځي راسوزي ،زمونږ خويندی را ډاروي ،زمونږ وروڼه راوژني ،زمونږ بچي نه پریږدي چی زده کړه اوتعلیم وکړي پوه سي سبا ورځ خپل صنعت ته وده ورکړي او په خپلو پښو ودریږی وطن اوهیواد جوړ کړي نه نه مونږ نه ویریږو بیا به هم ورځو اوبیا به یی هم جوړوو اوبیابه یی هم جوړوو،
 
 
 

د مطلب ادامه٠٠٠٠٠خامخا يي ولولئ
+  4 Dec 2007ساعت 10:40 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


 

غزل

 

 

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

د زړې زمانې نكله! كومه دي د كار سرونه

دا خو رسيدلي دي هر كاڼي ته په شمار سرونه

د خونی فلک د سترګو بيا ګزمې رانه چاپيرې

بيا سترګو كښي څاري، را نه اخلي د دستار سرونه

داسي سر چي سل منزله تر بورجله راته راوړي

چرته كه له سلو سي پيدا داسي شهكار سرونه

دا چي يو وتلئ نه وي سل پرې راسي

څه عجب يو فصل! دوى كرلي دي اغيار سرونه

سل دې ومره يو دې مه مره دا متل د كوم عالَم دى
 
سر خو دلته ومري، سل په دار سوو دا د دار سرونه.
 
 

 

 

 

 

+  27 Nov 2007ساعت 2:46 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


                

                که څوک مینه ګنا ه بو لی زه کافر یم

 

                     دکافر سزا همداده چی په دارشی

 

 تکه سره لمبه شه چی دوګورم

 

 

 

 

 

  انجينر احمد جاويد حامد سليمانخېل

 

 

 

خور دی کړه ټکری په مخ راووځه

ځل وهه سپوږمی شه چی دی وګورم

کړه دبیا یاغی مینه څپه څپه

جوړه بحیره شه چی د وګورم


د مطلب ادامه٠٠٠٠٠خامخا يي ولولئ
+  27 Nov 2007ساعت 2:40 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


ټوکې ټکالی

 

يوه خان خپل نوکر ته وويل چې د باندی ولاړ سه او يو د اتلسو کالو زلمی راوله چې خپله لور ورکړم٠

نوکر تر نيمی لارې ولاړ او بيرته راوګرځېد او خان ته يې وويل چې که د اتلسو نه وو نو د نهو نهو دوه راولم؟

 

 

 

ښوونکی: ووايه چې پښتو ژبې ته ولې مورنۍ ژبه وايي؟

زده کوونکی: ځکه چې کله مور وينا شروع کړي بيا هيڅوک څه نسي ويلای٠

 

 

 

 

 

دوه زده کوونکي سره په خبرو وو چې له درسه يې شکايت درلود، يوه بل ته ويل چې راځه شېر خط واچوو که چېرې شېر وخوت نو پارک ته به ولاړ سو،که چېرې خط وخوت نو سېنما ته به ولاړ سو او که چېرې په بغل ودرېده نو مکتب ته به ولاړ سو.

 

 

 

+  27 Nov 2007ساعت 2:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دريمه برخه

 

د پښتو ژبې د ډېر استعمال متلونه

 

د زده کوونکو لپاره

 

زده يې کړئ

 

را ټولونکی: نسيم پسرلی

 

 

توره سره ښه ده خو نه د ورور په وينو٠

چې بد غورځي، بد به پرځي٠

د ګيدړ تر ناز د زمري څيرل ښه دي٠

عقل د عزت ورور دی، که عقل لري عزت يې پور دی٠

ړوند په څراغ څه کوي٠

په توره هر څوک مري، سړی هغه دی چې په خبره ومري٠

پردۍ کار که دې ښه وکړ نو لاس دې تور کړ که دی بد وکړ مخ دې تور کړ٠

بېکارو ته شيطان کارونه ګوري٠

يو ويده بل ويده نسي ويښولای٠

بزه چې پر بام وخيژي ليوه ته هم ښکنځل کوي٠

که رښتيا نه وايم الله می نيسي که يې وايم عبدالله می نيسي٠

ريښتيا يا زورور وايي يا لېونی٠

که د شپې ولاړ نه سې، د ورځی به مزله ته ونه رسيږي٠

د بې غيرته کور مېلمه واکدار وي٠

سپمولي سپو خوړلي٠

سپر هغه ګرځوي چې توری ته اوږه سموي٠

د ميړه لوز ګوره، د ځمکی فصل، دښځی ښايست٠

له خالي لوښي لوی اواز خيژي٠

بزه له لېوه تښتېده پر قصاب واوښته٠

اس چې له خره سره وتړې د خره خويونه زده کوي٠

 

 

دوام لري

 

+  27 Nov 2007ساعت 2:14 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


خبرتيا

 

 

يوه نوې او په زړه پورې معلوماتي ويبپاڼه د پښتو ژبې د خدمت لپاره پر ليكه سوه دغه ويبپاڼه چي د ژباړې په اړه به مختلف معلومات خپروي پرون د پښتو او د ژباړې اړتيا تر سرليك لاندي سيمينار كښي پر ليكه سوه.

د دې ويبپاڼې پتي:

www.jarga.net

www.jarga.org

 

+  24 Nov 2007ساعت 1:25 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  |